د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د نفرایټ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه
د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسامالدین صابري، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو په همغږۍ، د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د یاد ولایت د ګوشتې ولسوالۍ یو شمېر کانکېندنې سیمې له نږدې وکتلې.
په دې لړ کې، یاد پلاوي د اولوناو کلي، سپین جومات کلي، انګور تاک کلي او کردي کچ کلي په ګډون، د نفرایټ ډبرو له مهمو ساحو څخه لیدنه وکړه او د کانکېندنې روان بهیر، تخنیکي چارې او د قراردادي شرکتونو فعالیتونه یې هر اړخیز وارزول. همداراز په یادې ولسوالۍ کې د کانکېندنې نورې سیمې هم تر څارنې لاندې ونیول شوې.
ښاغلي مولوي حسامالدین صابري د سیمو د ارزونې پر مهال د پروژو تخنیکي ټیمونو ته لارښوونه وکړه چې خپلې چارې د مسلکي اصولو، همغږۍ او بشپړې ژمنتیا له مخې پر مخ یوسي، تر څو د کانونو د استخراج بهیر معیاري، منظم او اغېزمن شي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د طبیعي زیرمو سمه او اغېزمنه ګټهاخیستنه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره حیاتي ارزښت لري او اړینه ده چې په دې برخه کې شفافیت او تخنیکي معیارونه په جدي توګه مراعات شي.
