د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د قېمت ټاکلو کمېټې غونډه ترسره شوه
د قیمتي، نیمه قیمتي او سینګاري ډبرو د قیمتونو د ټاکلو کمېټې غونډه د مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ او د کمېټې غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د مرمر، تالک، سرب، اوسپنې، جست، مسو، کرومایټ، ابرک، سرو زرو، کوارتز او داسې نورو صنعتي منرالونو او د کمېټې د کاري کړنلارې، سیمه ییزو او نړیوالو قېمتونو په پام کې نیولو سره رویالیټي قېمت وټاکل شو.