د فاریاب ولایت د اندخوی سیمې د مالګې کانونو د دریو بلاکونو آفرګشايي غونډه ترسره شوه

urgent_user
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۱۵:۵۷
س

دفاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د اندخوی، میمنې او درزآب د مالګې کانونو آفرګشايي د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ ضیا‌ءالرحمن الاریوبي، یو شمېر رئیسانو، ټاکلي پلاوي، داوطلبو شرکتونو او رسنیو په شتون کې یې د یاد وزارت د غونډو په تالار کې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې یې آفرګشایي غونډه ترسره شوه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ګډونوالو د ښه راغلاست تر څنګ د یادو کانونو د مساحت او ارزښت په اړه خبرې وکړې ویې ویل: کانونه د افغانستان د ټولو وګړو ګډه ملي پانګه ده، د کانونو او پټرولیم وزارت هڅې کوي، چې د کان کیندنې د اصولو او طرزالعمل مطابق په پوره روڼتیا سره کانونو په قرارداد ورکړي.

دآفر ګشایي په دغه غونډه کې د داوطلبو شرکتونو پروپوزلونه د ارزونې په موخه اړوند کمېټې ته وسپارل شول.

د یادولو وړ ده، چې د درزاب بلاک کان مساحت 4.43651 د اندخوی بلاک کان 4.46646 او د میمنې بلاک کان 5.2988 کیلومټره مربع مساحت لري، په یادو کانونو کې به د هېواد ګڼ شمېر کسانو د کار زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته