د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

kamran_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د سفر په ترڅ کې د افغانستان او ازبکستان د اړوندو ادارو د مسوولینو او استازو ترمنځ یو لړ ګډې تخنیکي ناستې ترسره شوې، چې د طوطي میدان ګازي بلاک اړوند موضوعات په هر اړخیز ډول وڅېړل شول.

په دغو ناستو کې د شته ستونزو د حل لپاره پر ګډې او عملي حل‌لارې په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او تخنیکي بحثونه او مشورې لا هم دوام لري.

همدارنګه، د سفر په ترڅ کې د ازبکستان د کانونو وزارت اړوند د جیولوجي موزیم څخه لیدنه وشوه، د موزیم د لیدنې پر مهال د ازبکستان د جیولوجیکي مطالعاتو، جیولوجیکي اثارو، کاني نمونو او د ځمکپوهنې په برخه کې د ترسره شویو علمي او تخنیکي فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې شول.

د کانونو او پټرولیم وزارت دغه ډول تخنیکي او مسلکي همکاریو ته ارزښت ورکوي او باور لري، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کانونو او طبیعي ګازو په برخو کې د دوامداره همکاریو پراختیا کولای شي د دواړو هېوادونو د متقابلو ګټو او اقتصادي همکاریو ته د لا پیاوړتیا زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۲۲:۳۶
Background image

د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ الحدیث عبدالرحمن قانت د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۲۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سایزمیکي مرکز د ۴.۸ درجې په کچه زلزله ثبت کړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د سایزمیکي مرکز د ثبت شوو معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۳مه نېټه، د شپې شاوخوا ۱۲ بجو او ۵۷ دقیقو، د ۴.۸ درجې په کچه زلزله ثبت شوې ده.
د. . .

بېرته خبرونه ته