د سمنګان ولایت د کانونو د ساتنې کمیټې لومړنۍ غونډې ترسره شوه

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۱۲:۵۳
s

 د سمنګان ولایت د کانونو د ساتنې کمیټې لومړنۍ غونډه د سمنګانو د والي الحاج ملا عبدالاحد فضلي په مشرۍ د کانونو رئیس، استخباراتو او د دغې کمیټې د نورو غړو په شتون کې ترسره شوه.
په پیل کې د یاد ولایت د کانونو رئیس د غونډې او د مسوولینو د لارښوونې په اړه خبرې وکړې همدا راز یې د اړوندو ستونزو او ننګونو په اړه وضاحت ورکړ ویې ویل: د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ د پاملرنې له کبله د کانونو د خپل سري استخراج او قاچاق مخنيوى، چې يوله اساسي ستونزو څخه وه، نه يوازې په دغه ولايت کې، بلکې په ټول هېواد کې له منځه تللې او تر دې دمه د ٣٠٠ په شاوخواکې د کان کیندنې د استخراج جوازونه ویشل شوي دي.
ورپسې د سمنګان والي الحاج ملا عبدالاحد فضلي د یادې کمېټې د کاري طرزالعمل پر پلي کېدو او د کانونو له ریاست سره د دوی پر همکارۍ د ټینګار تر څنګ د کانونو د مدیریت په اړه خبرې وکړې او د کانونو د ساتنې د کمېټې جوړېدل یې مهم وبلل. ټینګار وکړ چې پر وخت سر دې غونډې جوړې کړي او له پایلو څخه دې د وزارت او ولایت محترمو مسوولینو ته خبر ورکړي.
په پای کې د کمېټې غړو د سمنګانو ولایت د کانونو د ساتنې په موخه خپل نظریات، وړاندیزونه او د حل لارې شریکې کړې او د لازمو همکاریو ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته