د دعوت او ارشاد ریاست د سیسټم پېژندنه

kamran_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۸:۴۲
image

د ځیرک موبایلونو لپاره د دعوت او ارشاد برېښنايي پروګرام د دې لپاره ډیزاین شوی، چې دولتي کارکوونکو او د دیني او ټولنیزو علومو مینه والو ته د یو ډیجیټل تعلیمي چاپیریال زمینه برابره کړي.
دا سیسټم د M I S ریاست له خوا د دعوت او ارشاد ریاست په غوښتنه جوړ شوی دی، چې د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ میاشتې پر ۱۲ مه نېټه، د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالارکې پرانیستل شو.
په پیل کې انجنیر عبدالمالک مالکیار د M I S رئیس، د یاد شوي سیسټم په اړه لنډ معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل او ویې ویل: د دې سیسټم د جوړېدو موخه د دیني زده کړو او ارشادي معلوماتو وړاندې کول دي، چې د ځیرک موبایلونو له لارې لاس‌رسی ورته شونی دی.
د دعوت او ارشاد برېښنايي پروګرام لاندې برخې لري: د قرآن کریم تلاوت او اورېدل، هغه کتابونه چې د دعوت او ارشاد ریاست له خوا تدریس کیږي، د دیني کتابونو لوستل، ورځني احادیث، د دیني پوښتنو ځوابونه او د کارکوونکو د شکایتونو برخې په کې شاملې دي.
په پای کې د M I S ریاست له خوا ګډونوالو ته د سیسټم د کارونې په اړه پرزینټیشن وړاندې شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته