د داوطلبۍ خبرتیا

kamran2_admin
د داوطلبۍ خبرتیا

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د امو دریا نفتي حوزې(۱۰۰٬۰۰۰) سل زره ټنه خام نفت د ۱۴۰۵/۰۸/۰۶ نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۰۸/۲۵ نېټې پورې د داوطلبۍ له لارې وپلوري. د یادو نفتو اندازه او سرچینه په لاندې ډول ده:
۱. (۴۰٬۰۰۰) څلوېښت زره ټنه خام نفت د قشقري د نفتي کان څخه.
۲. (۴۰٬۰۰۰) څلوېښت زره ټنه خام نفت د زمردسای د نفتي کان څخه.
۳. (۲۰٬۰۰۰) شل زره ټنه خام نفت د انګوت د نفتي کان څخه.
ټول کورني او بهرني شرکتونه، چې غواړي په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي، کولای شي د اعلان د مودې په جریان کې خپل غوښتنلیکونه د ګډون په موخه د پټرولیم لوی ریاست ته وسپاري او د داوطلبۍ اړوند شرطپاڼه ترلاسه کړي.
همدارنګه، ټول داوطلبان مکلف دي، چې د شرطپاڼې له احکامو سره سم، د یادو خامو نفتو د ټولیز ارزښت (۰.۵) سلنه د داوطلبۍ د تضمین په توګه، د بانکي تضمین‌لیک په بڼه، د داوطلبۍ د پروسې له ترسره کېدو مخکې وړاندې کړي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۳۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د امو دریا نفتي حوزې(۱۰۰٬۰۰۰) سل زره ټنه خام نفت د ۱۴۰۵/۰۸/۰۶ نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۰۸/۲۵ نېټې پورې د داوطلبۍ له لارې وپلوري. د یادو نفتو اندازه . . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې په نیمروز ولایت نیول شوې(۲۷۱) کیلو ګرامه بېلابېل ډوله ډبرې، د ۱۴۰۵/۰۸/۰۲ نېټې څخه د لس(۱۰) کاري ورځو لپاره د داوطلبۍ په موخه اعلان ته وسپاري: . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۲:۲۰
Background image

اعلان داوطلبی

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ نیول شوې اړوند(۱۸.۱۵۳) کیلو ګرامه بېلابېل ډولونه کاني ډبرې، چې مشخصات یې په لاندې جدول کې یاد شوي دي د ۱۴۰۵/۷ . . .

Back to tenders