د بغلان ولایت د دوو سیمو د ګچ ډبرو د کانونو داوطلبي

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۲۸ - ۱۱:۲۰
xx

د کانونو او پټرولیم وزارت د بغلان ولایت د دوو سیمو د ګچ ډبرو کانونو داوطلبي نن د 28/4/1401 نېټې د وزارت په مقام کې په شفافه توګه تر سره کړه.
یاد وزارت د شېخ جلال او نیزار سیمو د ګچ ډبرو کانونه چې مخکې اعلان ته سپارلي وو چې د پلان او پالیسي معین شېخ الحدیث ضیا‌ء الرحمان آریوبي په مشرۍ او د موظف هیئت او هغو شرکتونو په شتون کې چې د پروپوزلو په ارزونه کې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو په شفافه ټوګه تر سره کړه.
په دغه داوطلبۍ کې اسکای آریا شرکت د شېخ جلال د ګچ ډبرو پروژه د (725) افغانیو او د نیزار پروژه د (690) افغانیو په ارزښت ګټونکی شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته