د بدخشان د سرو زرو کان او د بلخاب د مسو کان د را وېستنې تړون لاسليک شو

superadmin
شنبه ۱۳۹۷/۷/۱۴ - ۱۵:۲۸
momp

دغه مهم تړونونه د روان کال د اکتوبر د میاشتې په پنځمه نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د کانونو او پترولیم وزارت او د "سنتار لمیتد" شرکت ترمنځ په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان په لوی سفارت کې لاسلیک شول.

د مراسمو په پیل کې د افغانستان سفارت مستشار ښاغلي فضل الرحمن فضلیار میلمنو ته د ښه راغلاښت او د پروګرام په اړه د معلوماتو ترڅنګ، ددې تړونونو لاسلیک په افغانستان کې د پانګونې د ودې لپاره یو مهم ګام وباله.

وروسته په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت مستشارې وزیر مختارې او شارژدافیرې مېرمن مدینې قاسمي په خپله پرانستونکې وینا کې وویل: "دغه تړونونه چې نن دلته لاسلیک کېږي، ډېر مهم او د خصوصي سکټور په اړه د افغان دولت ژمنې څرګندوي." مېرمن قاسمي زیاته کړه: " پداسې حال کې چې افغانستان په خپل ځان د بسیاکېدو په لوری روان دی، خصوصي سکټور کولای شي چې ددې حرکت په ملتیا کې مهم رول ولوبوی. له هغه ځایه چې موږ په ګډه د خصوصي سکټور او دولت ترمنځ د مشارکت د پراختیا په لاره کې هڅه کوو، خو بیا په ورته وخت کې تمه لرو چې دا هڅې په هېواد کې د کارموندنې او د تلپاتې اقتصادي ودې لامل شي."

momp

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د مراسمو په بله برخه کې افغانستان د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشر غني ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر همایون قیومي د افغان دولت د ژمنو او په پروژو کې د رڼوالي په اړه خبرې وکړې. هغه له خصوصي څانګې څخه د هغو پروژو د ملاتړ له امله مننه وکړه، چې د خلکو د ژوندانه په پرمختګ کې مرسته کوي.

همدا راز د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت سرپرستې مېرمن نرګس نهان د تړونونو د لاسلیک کولو په مهال د رڼوالي او په یاد وزارت کې د نویو قوانینو د تصویب په اړه خبرې وکړې. هغې وویل چې د خصوصي څانګې او د افغان دولت سره دوه اړخېزه مشارکت به د دندو په رامنځته کولو کې ټولنیزه اغېزه ولري.

د سنتار کمپنۍ شریک ښاغلي سید سعادت منصور نادري او ددې شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي اینهننم بیا په خپلو ویناو کې په افغانستان کې د بهرني سوداګري د اهمیت او د خصوصي سکټور د ودې په اړه خبرې وکړې. هغوی دا تړونونه د نورو پانګه والو د هڅولو لپاره چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، مهم وبلل.

د مراسمو په پای کې واشنګټن ډي سي کې مېشت د رسنیو یو شمېر استازو د افغانستان په خصوصي څانګې کې د پانګونې د څرنګوالی او د پایلو په اړه یې خپلې پوښتنې مطرح کړل، چې د ښاغلي قیومي او مېرمن نهان له خوا ورته ځوابونه ورکړل شول. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۲:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د آفچین کمپنۍ له مشرتابه سره وکتل

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افچین کمپنۍ له مسوولینو سره په کتنه کې د یادې کمپنۍ د وروستیو پرمختګونو او فعالیتونو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۱ - ۹:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د TOYAR قراردادي شرکت له رئیس سره وکتل

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د چین هېواد دویم مس عینک قراردادي شرکت له رئیس او مل پلاوي سره دیادې کمپنۍ د پرمختګونو او فعالیتونو په اړه بحث او نظرونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۲:۱۷
Background image

د کابل د ختیځې دروازې چک پاینټ داوطلبۍ ترسره شوه

د کابل د ختیځې دروازې د عوايدو د چک پاینټ داوطلبي په شفاف ډول ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یادې سیمې چک پاینټ چې مخکې یې د داوطلبۍ لپاره. . .

بېرته خبرونه ته