د بدخشان د سرو زرو کان او د بلخاب د مسو کان د را وېستنې تړون لاسليک شو

mompadmin
Sat, Oct 06 2018 3:28 PM
momp

دغه مهم تړونونه د روان کال د اکتوبر د میاشتې په پنځمه نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د کانونو او پترولیم وزارت او د "سنتار لمیتد" شرکت ترمنځ په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان په لوی سفارت کې لاسلیک شول.

د مراسمو په پیل کې د افغانستان سفارت مستشار ښاغلي فضل الرحمن فضلیار میلمنو ته د ښه راغلاښت او د پروګرام په اړه د معلوماتو ترڅنګ، ددې تړونونو لاسلیک په افغانستان کې د پانګونې د ودې لپاره یو مهم ګام وباله.

وروسته په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت مستشارې وزیر مختارې او شارژدافیرې مېرمن مدینې قاسمي په خپله پرانستونکې وینا کې وویل: "دغه تړونونه چې نن دلته لاسلیک کېږي، ډېر مهم او د خصوصي سکټور په اړه د افغان دولت ژمنې څرګندوي." مېرمن قاسمي زیاته کړه: " پداسې حال کې چې افغانستان په خپل ځان د بسیاکېدو په لوری روان دی، خصوصي سکټور کولای شي چې ددې حرکت په ملتیا کې مهم رول ولوبوی. له هغه ځایه چې موږ په ګډه د خصوصي سکټور او دولت ترمنځ د مشارکت د پراختیا په لاره کې هڅه کوو، خو بیا په ورته وخت کې تمه لرو چې دا هڅې په هېواد کې د کارموندنې او د تلپاتې اقتصادي ودې لامل شي."

momp

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د مراسمو په بله برخه کې افغانستان د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشر غني ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر همایون قیومي د افغان دولت د ژمنو او په پروژو کې د رڼوالي په اړه خبرې وکړې. هغه له خصوصي څانګې څخه د هغو پروژو د ملاتړ له امله مننه وکړه، چې د خلکو د ژوندانه په پرمختګ کې مرسته کوي.

همدا راز د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت سرپرستې مېرمن نرګس نهان د تړونونو د لاسلیک کولو په مهال د رڼوالي او په یاد وزارت کې د نویو قوانینو د تصویب په اړه خبرې وکړې. هغې وویل چې د خصوصي څانګې او د افغان دولت سره دوه اړخېزه مشارکت به د دندو په رامنځته کولو کې ټولنیزه اغېزه ولري.

د سنتار کمپنۍ شریک ښاغلي سید سعادت منصور نادري او ددې شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي اینهننم بیا په خپلو ویناو کې په افغانستان کې د بهرني سوداګري د اهمیت او د خصوصي سکټور د ودې په اړه خبرې وکړې. هغوی دا تړونونه د نورو پانګه والو د هڅولو لپاره چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، مهم وبلل.

د مراسمو په پای کې واشنګټن ډي سي کې مېشت د رسنیو یو شمېر استازو د افغانستان په خصوصي څانګې کې د پانګونې د څرنګوالی او د پایلو په اړه یې خپلې پوښتنې مطرح کړل، چې د ښاغلي قیومي او مېرمن نهان له خوا ورته ځوابونه ورکړل شول. 

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS