د ایران هیواد د آذران صنعتي سازه های شرکت له استازي سره د کانونو او پټرولیم سرپرست لیدنه
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ایران هیواد د آذران صنعتي سازه های شرکت له استازو سره د چهارشنبې په ورځ د 23/9/1401 نېټې په خپل کاري دفتر کې ورسره ولیدل. او په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په اړه یې خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر وویل: هغه ملي او نړیوال پانګوال چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي موږ يې هرکلی او ملاتړ کوو او دوی ته به هر ډول اسانتیاوې برابرې کړو.