د افغانستان کانونو د ستراتیژۍ جوړولو په اړه مشورتي غونډه ترسره شوه

kamran_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۷:۴۶
د افغانستان کانونو د ستراتیژۍ جوړولو په اړه مشورتي غونډه ترسره شوه

یاده غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ الحدیث مولانا عبدالرحمن قانت، د وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي، د مقام د دفتر عمومي رئیس الحاج معراج محمد معراج د بېلابېلو برخو رئیسانو د کانونو قراردادي شرکتونو استازو ګډون کړی و.
غونډه د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه ورپسې د پلان او پالیسي مرستیال د قراردادي شرکتونو استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: موږ او تاسو باید په ګډه د هېواد ودانولو په برخه کې په پوره اخلاص او روڼتیا سره کار وکړو، له ټولو قراردادي شرکتونو مننه کوم چې د هېواد اقتصادي ودې او کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې کاري کوي.
همدارنګه د جیولوجي او سروې په برخه کې د مقام ستر سلاکار انجنیر محمد افضل ساپي له لوري له ګډونوالو سره د کان کیندنې ستراتیژۍ د مخه په پام کې نیول، له جیولوجيکي نقشې څخه ګټه اخیستل، د کانونو تل پاتې ودې په لار کې شته ستونزو په اړه د پرزنټېشن له لارې معلومات وړاندې کړل.
 د پانګونې د اسانتیا رئیس خلیل ژوند د پوښتنلیک د تشریح او ډکولو په موخه د شرکتونو له استازو سره معلومات شریک کړل دغه راز د شرکتونو استازو هم خپل وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل.
د وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي او د مقام د دفتر عمومي رئيس الحاج معراج محمد معراج د دوی د وړاندیزونو او نظریاتو له وړاندې کولو مننه وکړه او له خپله لوري یې ورسره د هر راز همکاریو ژمنه وکړه.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۷
Background image

د خوست ولایت د سرو زرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان تړون د جاوید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۰
Background image

د سمنګانو ولایت د سمنټو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سمنګانو ولایت د فېروز نخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټو پروژې تړون له ایبک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۷:۲۴
Background image

ایراني پانګوالو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه

د کانونواو پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۳مه نېټه، د شنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علي‌رضا بیکدلي د. . .

بېرته خبرونه ته