افغانستان اوترکمنستان د اقتصادي همکاریو بېلابېل تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې د کانونو او مخابراتو وزارتونو سرپرستانو، د افغانستان د برېښنا شرکت او د بیات ګروپ رئیسانو په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر، د ټاپي پایپ لاین او چالک شرکتونو رئیسانوسره د اقتصادي همکاریو درې تفاهم لیکونه او یو تړون نن له غرمې مخکې لاسلیک کړل.
په ارګ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته په وینا کې چې د کابینې پر یو شمېر غړو سربېره د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیز هم د ویډیو کنفرانس له لارې وصل وو، د افغانستان بانک عمومي ریاست سرپرست اجمل احمدي د دغو تفاهم لیکونو او تړون په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال له جمهوررئیس غني څخه مننه وکړه، چې د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف سره په تفاهم یې د دغو لویو پروژو د سندونو د لاسلیک او عملي کېدو زمینه برابره کړه.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید میردوف د خپل هیواد د جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف سلامونه او نېکې هیلې جمهوررئیس غني او د افغانستان خلکو ته وړاندې کړې. هغه زیاته کړه، ترکمنستان او افغانستان د دوه ښو ګاونډیو او پخوانيو ملګرو په توګه ثابتوي چې د ډيپلوماتیکو مناسباتو ترڅنګ اقتصادي او فرهنګي همکارۍ او اړیکې هم پیاوړې کوي.
ښاغلي میردوف وویل، د ترکمنستان او افغانستان د جمهوررئیسانو مذاکرات تل د دوه اړخیزو همکاریو او مشارکت په اړه وي. هغه زیاته کړه، هیواد یې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د ټولو هلو ځلو او نوښتونو ملاتړ کوي او هیله ده چې افغانستان ژر تر ژره سولې ته ورسېږي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او ترکمنستان دوه اړخیزو همکاریو ته په اشارې وویل، هیواد یې غواړي چې د دې لویو پروژو له تطبیق سره د انرژۍ د تامین ترڅنګ د دواړو هیوادونو ولسونو ته یې ګټه ورسېږي او زموږ اقتصادي همکارۍ به د ټولو لپاره موثرې وي.
نوموړي څرګنده کړه،ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند به د ګازو، انرژۍ او اورګاډي پټلۍ په برخو کې ګډ کار او همکارۍ ولري او زموږ دغه لویې پروژې د لا موثرو همکاریو د ایجاد لپاره دي. هغه زیاته کړه، په دې برخه کې د همکاریو لا ډېر فرصتونه موجود دي او د دغو اوږدمهالو پروژو ګټې به ټولو ته ورسېږي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر له جمهوررئیس غني څخه د دغو لویو پروژو د ملاتړ او همدارنګه له افغان حکومت څخه په دغو څو اړخیزو پروژو کې د حضور له امله مننه وکړه.
ورپسې د کانونو وزارت سرپرست محمدهارون چخانسوري او په کابل کې د ترکمنستان سفیر اویزوف خواجه سفرګیدویچ او د ټاپي ګاز پایپ لاین شرکت رئیس محمد مراد امانوف، د مخابراتو وزارت سرپرستې معصومه خاوري او په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر، د برېښنا شرکت رئیس محمد داود نورزي او د ترکمنستان د چالک شرکت رئیس حکمت سیزار او د بیات ګروپ رئیس احسان الله بیات او په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر اړوند تفاهم لیکونه او تړون لاسلیک کړل.
جمهوررئیس غني دغو مراسمو ته په وینا کې د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف څخه په مننې وویل، له ده سره په همفکرۍ، همدلۍ او هراړخیزه پاملرنه یې په تېرو پنځو کالو کې د لاجوردو او ورېښمو نوې لارې احیا او له دې لویو پروژو سره د هلمند وادي تمدن نه یوازې ژوندی کوو، بلکې خپل اوج ته به یې ورسوو.
جمهوررئیس وویل، نن موږ خپل لیرې ښه تاریخ ژوندی کوو او د وروستیو کلونو بد تاریخ جبرانوو. هغه زیاته کړه، هرات په لومړي ګام کې د ګازو انرژۍ په یو عمده مرکز بدلېږي. د بیات ګروپ او چالک خصوصي شرکت له حضور څخه مننه او دا د دې څرګندوی دي چې د افغانستان او نړیوال خصوصي شرکتونو یو بل ته لاس ورکړی او ۵۰۰ میګاواټه برېښنا تامینوي.
نوري فایبر د یویشتمې پېړۍ زیربنا ده او دا زیربنا زموږ ځوانانو ته هیله ورکوي. په یوویشتمه پېړۍ کې ایجادېدونکي کارونه د نوري فایبر شبکې، اتصال او د عصري ټیکنالوژۍ له سراسري پوهې مه واره ناشوني دي.
هغه زیاته کړه، د خواف – هرات او تورغونډۍ – هرات د اورګاډي کرښو له رغېدو سره هرات همزمان له دوه ګاونډیو سره وصل شو او ډېر ژر به د اوزبیکستان د اورګاډي پټلۍ سره وصل او د تیموري دورې په هرات بدل شي.
د هیواد جمهوررئیس وویل، راتلونکی کال په افغانستان کې د ټاپي کار پیلېږي او له امله یې د دغه مسیر ټولو ولایتونو کې ابادي راځي او ټولو ته یې مبارکي وایم. هغه زیاته کړه، ترکمنستان نه یوازې افغانستان، بلکې خپلو ټولو ته ښه ګاونډی دی او موږ بېرته خپلو لرغونو رېښو ته ورګرځو.
جمهوررئیس د ډېر ښه کار، همکارۍ، د افغانستان د سولې، ثبات، اتصال او د دغو پروژو د پیلولو لپاره د ترکمنستان د همغږي مننه وکړه او وې ویل، د افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان د جمهوررئیسانو په ناسته کې د لاجورد دهلېز د چوکاټ ایجاد د ټولو لپاره د ښه راتلونکي او هوساینې زېری ورکوي.
محمداشرف غني وویل، د افغانستان او ترکمنستان موقعیت د سیمې د هیوادونو د اتصال تر ټولو نږدې لاره ده او زموږ ګډې هڅې او همکارۍ د منځنۍ اسیا او ټولو هیوادونو لپاره ګټورې دي. هغه زیاته کړه، دا لویې پروژې چې نن یې سندونه لاسلیک شول د دواړو هیوادونو خلکو ته ګټورې دي او اوسنی وضعیت هم د ښه راتلونکي زېری له ځانه سره لري.