د کانونو او پټرولیم وزارت کارکونکو لپاره د اداري فساد پر ضد ورکشاپ وړاندې شو

firoz_admin
Wed, Aug 28 2019 3:11 PM
123

د کانونو او پټرولیم وزارت د کنفرانسونه په په تالار کې یو ورځنۍ ورکشاپ د "اداري فساد سره د مبارزې" تر عنوان لاندې دې کانون او پټرولیم وزارت کارکونکو ته وړاندې شو، ترڅو داداري فساد ریښي له منځه یوړل شي.
دغه ورکشاپ د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسیو او برنامو مرستیال وزیر ښاغلي ولی الله ځدراڼ داداري فساد پر وړاندې د مبارزې په وینا پیل کړ. ښاغلي ځدراڼ په خپلو خبرو کې اداري فساد سره د مبارزې او هغه پلان ته په اشاره چې په ۱۳۹۶ کال کې جوړ شوی او تر اوسه پلئ کیږي، رڼا واچوله. او همدرنګه ښاغلي ځدراڼ په وزارت کې د هغو مؤثرو ګامونه نه یادونه وکړه، چې وزارت کې داداري فساد سره د مبارزې پرضد رامنځته شوي.
په نوموړي ورکشاپ کې د اداري فساد پر وړاندې د ملي ستراتیژۍ پلان وړاندې کول،اداري فساد پر وړاندې د مبارزې قانون پلي کول، د اداري فساد پر وړاندې د قانون څخه ملاتړ او د فساد کوونکو په اړه معلومات ورکول، د نوموړي ورکشاپ له منځ پانګې څخه ؤ، چې ګډونکو ته یې په اړوند معلومات وړاندې شول او ګډون کونکي یې په دې مکلف کړل ترڅو له نورو کارکونکو سره یې هم شریک کړي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS