د ډایکنډي ولایت د مرمر ډبرو تړون لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ډایکنډي ولایت د مش علیا د مرمر ډبرو تړون، چې ۱۶،۷۴ کیلومټره مربع مساحت لري د ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د میزان سلطاني شرکت سره د دېرشو کلونو لپاره لاسلیک کړ.
د کانونو او پټرولیم وزیر د یاد تړون د لاسلیک پر مهال وویل د دې تړون په لاسلیک سره به د عوایدو سربېره د سیمې خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي او دغه راز به د مرمر ډبرو پروسس د ملک دننه ترسره شي او له پروسس وروسته به بهرنیو ملکونو ته صادرې شي.
د یادونې وړ ده چې یاد شرکت به د اکتشاف او استخراج په برخو کې ۲۸۳میلیونو افغانیو په ارزښت پانګونه وکړي، د دې تر څنګ به له ۲۰۰ څخه زیاتو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر کړي او د سیمې خلکو ته به د ټولنیزو چوپړتیاوو په برخه کې هم کار وکړي.
