د تخنيکي پلټنې رئيس د ولایتونو د کانونو قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

kamran2_admin
Mon, Dec 08 2025 5:01 PM
نیوز

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنيکي پلټنې رئيس حافظ انجنیر عبداللطيف خالد د تخار، سمنګان او غور ولایتونو د لوی او کوچني مقیاس کانونو قراردادي شرکتونو له استازو سره چې تخنيکي ټيم د یادو ولایتونو د کانونو څېړنه ترسره کړې وه د یادې څېړنې وروسته یې د قراردادي شرکتونو له استازو سره ناسته وکړه. په دې ناسته کې د تخنيکي پلټنې رئيس او تخنيکي ټيم له لوري شرکتونو سره په قراردادونو کې د شته ژمنو په اړه خبرې وشوې. د تخنيکي ټیم د څېړنې په ترڅ کې کومې ستونزې او نواقص چې قراردادي شرکتونو د ژمنو په تخنيکي، مدیریتي برخو کې لرل، شرکتونو ته د پريزنټيشن په بڼه وړاندې شول او شرکتونو ته د تخنيکي پلټنې رئيس له لوري د شته تعهداتو او نواقصو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو شرکتونه خپلې ژمنې د قرارداد او پروپوزل اړوند په ټاکل شوي وخت کې سرته ورسوي.
د قراردادي شرکتونو استازو ژمنه وکړه، چې مونږ به خپله هڅه او کوښښ وکړو، ترڅو د قرارداد اړوند خپلې ژمنې په ټاکل شوي وخت کې سرته ورسوو.
په پای کې د قراردادي شرکتونو استازو د تخنيکي پلټنې رئيس څخه د خپلو ستونزو د حل په برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه. نوموړي ډاډ ورکړ چې د کانونو او پټرولیم وزارت له رهبري سره به یې غوښتنې شریکې شي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS