د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د عزیزي ګروپ د دفتر له رئیس سره وکتل

kamran_admin
Sun, Aug 03 2025 3:36 PM
news

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریزکال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه د وزارت د غونډو په تالار کې د عزیزي ګروپ د دفتر له رئیس عزت الله نیازمند او مل پلاوي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د عزیزي ګروپ پلاوي په هېواد کې د ډبرو سکرو او ګازو څخه د برېښنا د رامنځته کولو په اړه خپل معلومات شریک کړل زیاته یې کړه: چې په هرات، بلخ، بامیان، بغلان، روزګان، پکتیا، کندهار ولایتونو او حیرتانو کې به د ډبرو سکرو څخه ۳۴۰۰ مېګا‌واټه برېښنا د جوړولو او همدارنګه یې د ګازو څخه په هرات، جوزجان او د شمال په نورو ولایتونو کې د ۳۷۰۰ مېګاواټه برېښنا د جوړېدو خبره وکړه او په دې برخه کې یې د کانونو او پټرولیم وزارت له رهبري څخه د اسانتیاوو رامنځته کولو او همکاریو غوښتنه وکړه.
د وزارت مالي او اداري مرستیال یاد پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په هېواد کې د ډبرو سکرو او ګازو شته منابعو او ظرفیتونو په اړه لازم معلومات ورکړل او ورسره یی د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.
په پای کې دواړو لورو ژمنه وکړه، چې د ډبرو سکرو او ګازو زېرمو څخه د لیدنې په موخه به ګډ تخنیکي ټیمونه ولایتونو ته استول کېږي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS