د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د قرغزستان هېواد له پانګوال سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د قرغزستان د کان کیندنې ALLATOY کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
نوموړي د کانونو او پټرولیم وزارت له سر پرست سره په لیدنې خوښي څرګنده کړه زیاته یې کړه: افغانستان او قرغزستان خورا زیاتې کاني زېرمې لري، زموږ کمپنۍ چمتو ده چې د پرمختللو تجهیزاتو او تجربو په لرلو سره د کاني زېرمو په ځانګړې توګه د سرو زرو او انتیموني په برخه کې پانګونې وکړي .
همدارنګه زموږ کمپنۍ کولی شي چې د کان کیندنې په بېلا بېلو برخو کې افغان انجنیرانو ته عملي او تخنیکي زده کړې ورکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغوی دبرنامو او خبرو له اورېدو څخه وروسته وویل: د خوښۍ ځای دی چې په ټول افغانستان کې سرتاسري امنیت شتون لري، د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر دي، د ټولو بهرنیو پانګوالو چې د کانې زېرمو په برخه کې پانګونه کوي موږ یې هرکلی کوو، کولی شي په ډاډه زړه، پوره روڼتیا سره د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې پانګونه وکړي.