د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه ترسره شوه
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ اداري غونډه، د پلان او پالیسي مرستیال او رئیسانو په ګډون د کارونو د چټکتیا او انسجام په موخه د یاد وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د غونډې په پیل کې د مسئولینو د کارونو او وظیفوي مکلفیتونو په ښه ترسره کېدو ټینګار وکړ ویې ویل: ټول مسئولین باید په همغږۍ، سمه توګه او رونټیا سره خپلې چارې مخته یوسي.
د غونډې په دوام د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ یې د جګدلک یاقوتو او د وزارت پر اداري کارونو یې بحث او نظرونه شریک کړل.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د غونډې د ګډونوالو ستونزې او غوښتنې یې واورېدې د شته ستونزو د حل او هواري په موخه یې لازمې لارښونې وکړې.
