د کانونو د تصدیو د انسجام نوی رئیس معرفي شو
د وزارت د مقام په پیشنهاد او دریاست الوزرا د محترم مقام د حکم په اساس ښاغلی مولوي محمد غوث اواب د کانونو د تصدیو د انسجام د نوي رئیس په توګه، د بشري سرچینو د رئیس ښاغلي مولوي احمدضیاء خاکسار له لوري د یاد ریاست کارمندانو ته ور وپېژندل شو.
د بشري سرچینو رئیس د کانونو د تصدیو د انسجام نوي رئیس ته د مبارکۍ تر څنګ په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وکړه او زیاته یې کړه: د اسلامي امارت د مسئولینو ګمارنې او تبدیلي د چارو د ښه والي په موخه ترسره کېږي.
ښاغلي مولوي محمد غوث اواب د اسلامي امارت له چارواکو څخه مننه وکړه ډاډ یې څرګند کړ، چې د وزارت د مشرتابه د لارښونې په اساس او د یاد ریاست د کارمندانو په ملتیا به خپلې چارې په سمه توګه ترسره کړي.