د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د سرپل له والي سره ولیدل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د 20/8/ 1402 نېټې د سرپل له والي مولوي یعقوب عبدالرحمن سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو په بېلابېلو موضوعاتو باندې خبرې وکړې او دیاد ولایت د پروژو په اهمیت په ځانګړې توګه د قشقري د نفتو ګازو او د سلطان ابراهیم بند په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل، د دوه اړخېزو همکاریو په چټکتیا او پلي کولو یې ټېنګار وکړ.
