خبرتیا
د کانونو او پټرولیم وزارت شکایتونو، ستاسې له نظرونو په استفادې د چارو د ښه څارنې او تطبیق، ستاسې وړاندیزونو او رغنده نیوکو په موخه په مرکزي دفتر کې د شکایتونو صندوقونه نصب کړي. او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ټول خلک کولای شي خپل شکایتونه ثبت کړي. ستاسې شکایتونو ته د ځواب ویلو په موخه د وزارت د پلان او پالیسۍ معین ښاغلي شېخ ضیاء الرحمن اریوبي په مشرۍ کمیسیون جوړ شوی، چې یاد کمیسیون مکلف دی چې ستاسې ټولو شکایتونو او وړاندیزونو ته هر څومره چې ژر کېږي ځواب ووایي.
یادونه: د شکایت په پاڼه کې د خپلې اړیکې شمیره ولیکئ او ډاډه اوسئ چې ستاسو هویت به خوندي وي.