د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په اړه بحث او نظرونه شریک کړل. یادو پانګوالو د افغانستان اسلامي امارت له لوري په ټول هېواد کې د شته امنیت او د پانګونې د ښو فرصتونو برابرولو له کبله مننه وکړه او دغه راز یې د سمنټو د کارخونې جوړولو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزیر د یادو پانګوالو د لېوالتیا هر کلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د پانګونې په برخه کې به د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د کانونو د قانون او کړنلارې اړوند همکاري وکړي.
