د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

kamran2_admin
Thu, Dec 11 2025 7:51 PM
نېوز

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په اړه بحث او نظرونه شریک کړل. یادو پانګوالو د افغانستان اسلامي امارت له لوري په ټول هېواد کې د شته امنیت او د پانګونې د ښو فرصتونو برابرولو له کبله مننه وکړه او دغه راز یې د سمنټو د کارخونې جوړولو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزیر د یادو پانګوالو د لېوالتیا هر کلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د پانګونې په برخه کې به د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د کانونو د قانون او کړنلارې  اړوند همکاري وکړي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS