د بامیانو ولایت د سرب او جستو تړون لاسلیک شو

kamran_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۴:۱۴
د بامیانو ولایت د سرب او جستو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملاهدایت الله بدري د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اسپ میدان سیمې د سرب او جستو کان تړون د محمد بلوچ عزیزي د کانونو د استخراج، پروسس او سوداګریز شرکت سره د (۸۳۸۷۵۰۰۰) افغانیو په ارزښت د (۰،۵۳۸۶۸۳) کیلو مټره مربع په مساحت سره د وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي، د مقام د دفتر عمومي رئیس الحاج معراج محمد معراج او یو شمېر رئیسانو په شتون کې لاسلیک کړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یاد کان په اړه خبرې وکړې ویې ویل: د دې کان تړون به د پنځو کلونو لپاره وي په دې شرط چې دوی د کانونو د اصولو، کړنلارې او مکلفیتونو سره سم کار او فعالیت وکړي نو د ټاکل شوې مودې له بشپړیدو وروسته به د دوهم ځل لپاره نوی شي. دغه راز به د شرکت د ژمنو پراساس پروسس به یې سل سلنه د هېواد دننه ترسره کېږي.
همدارنګه یې د ټولنیزو خدمتونو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې ویې ویل: د دې پروژې په پلي کېدو سره به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د هېواد لسګونه ځوانانو ته کاري فرصتونه برابرشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۷:۵۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د قوشتېپې کانال له سر بند څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې یې د قوشتېپې کانال له سر بند څخه لیدنه وکړه او دغه راز یې د یاد کانال د چارو د چټکتیا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۵:۲۷
Background image

د طوطي میدان د ګازو بلاک عملي چارې پیل شوې

د جوزجان ولایت د طوطي میدان ګازو بلاک عملي چارې د ۱۴۰۴لمریزکال د وږي(سنبلې) میاشتې په ۲۳مه نېټه پیل شوې.
په یاده غونډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلی ملا عبدالغني برادر، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۶:۲۶
Background image

مطبوعاتي بلنلیک

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري چې سبا د یکشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د وږي(سنبلې) میاشتې په ٢٣مه نېټه سهار ٩ بجې د طوطي میدان ګازي سیمې عملي چارې د یوې غونډې په ترڅ پرانیزي،. . .

بېرته خبرونه ته