د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د قرغزستان هېواد له پانګوالو سره ولیدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۵:۳۲
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د قرغزستان هېواد له سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې دیاد هېواد پانګوالو د هېواد د کانونو په برخه د پانګونې په اړه خپله علاقمندي څرګنده کړه، غوښتنه یې وکړه چې د پانګونې په برخه کې دې ورته زمینه برابره او اسانتیاوې رامنځته ته شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له لوري هغوی ته ډاډ ورکړل شو، چې د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې به هر ډ‌ول همکاري وکړي او زیاته یې کړه : موږ ټولو بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې په برخه کې ښه راغلاست وایو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د اذربایجان او قرغزستان د کانونو وزارت له مرستیالانو سره وکتل

دکانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ نېټې د قرغزستان د کانونو وزارت له پخواني مرستیال الماس بیک تومانوف، د اذربایجان د کانونو وزارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۲:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د کندهار ولایت د فلورایټو له کان څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د کندهار ولایت د نېش ولسوالۍ دغنیګي سیمې د درېیم بلاک د فلورایټو له کان څخه لیدنه ترسره کړه.
په دغه لیدنه کې یې د یاد کان چارې له نږدې څخه و څېړلې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۲۱:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت دوه تنه نوي رئیسان معرفي شول

ښاغلی ډیپلوم انجنیر محمد خلیل د اسلامي امارت د پالیسۍ اړوند د ازموینې له پروسې څخه وروسته د ازادې سیالۍ له لارې د جیو فزیک د سروې او څېړنې د رئیس او ښاغلی حافظ انجنیر عبدالطیف خالد د. . .

بېرته خبرونه ته