د ټاپي پروژې په اړه د افغانستان د ماموریت مشورتي غونډه ترسره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۸:۱۸
32145

د افغانستان حکومت، د آسیا پراختیايي بانک ADB ، او د ټي پي سي ال TPCL شرکت ترمنیځ د ټاپي پروژې د تطبیق او په افغانستان کې دیادې پروژې د ورستیو پرمختګونو، د آسیا پراختیايي بانک مالي مرستو، دپروژې لپاره د عمل په پلان او ددې پروژې په تخنیکي او اقتصادي برخه په اړه د ویډیو کنفرانس له لارې غونډه ترسره شوه.

پدې غونډه کې د افغانستان حکومت په استازیتوب د کانونو او پټرولیم وزارت په شمول، دمالیي وزارت، د ځمکو او ښارجوړونې وزارت او دافغانستان برېښنا شرکت ګډون درلود.

د غونډې په پیل کې د آسیا پراختیايي بانک استازو د پروژې لپاره د بانک په مالي مرستو تدارکاتي پروسو، د مالي برخې پلان او د یادې پروژې په تخینکي او عملیاتي برخه کې د بانک د مرستو په څرنګوالي معلومات ورکړل.

ورسته د ټاپي پروژې د تطبیق په موخه د ټاپي پروژې لمیټید TPCL شرکت استازو د پروژې لپاره د هیوادنو په تعهداتو او په افغانستان کې ددې پروژې په ورستیو پرمختګونو خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د غونډې ګډونوالو ته وویل: د ټاپي پروژې د تطبیق په موخه پدې ورستیو کې په ملي کچه یوه هغمږي رامنځته شوې ترڅو په افغانستان کې د ټولو شریکانو سره په ګډه هغه تعهدات چې د پروژې د تطبیق برخه کې د افغانستان حکومت کړي، په سمه توګه ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د کانونو او پټرولیم وزارت له اړونده ادارو سره د ځمکې د استملاک سربېره په اجتماعي او اقتصادي برخه کې د پروژې د لومړیتوبونو او د ګازو څخه د استفادې، د ګازو بازار او ددې برخې د اقتصادي څېړنو په اړه هماهنګي کړې ده ترڅو په پروژه کې اساسي تحرک رامنځته شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۴۸
Background image

د امو دریا نفتي حوزې د خامو نفتو داوطلبي ترسره شوه

د امو دریا نفتي حوزې قشقري سیمې د ۱۸۰۰۰ ټنه خامو نفتو داوطلبي د هایدرو کاربنونو د تنظیم عمومي رئیس الحاج ملا محمد اسرائیل مسلم او د کمېټې غړو له لوري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریزکال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۲۰:۱۹
Background image

د غزني ولایت د زرکشانو کان هوکړه لیک لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۴لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۹مه نېټه د غزني ولایت د زرکشانو د پولي میتال کان هوکړه لیک د اکشتاف، استخراج او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۸:۴۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MCCT او MJAM له رئیسانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۳مه نېټه د MCCT عمومي رئیس او د مس عینک پروژې قراردادي MJAM رئیس سره په خپل کاري. . .

بېرته خبرونه ته