د کندهار ولایت د مرمر ډبرو تړون د ۶.۲ میلیونو ډالرو په ارزښت لاسلیک شو

kamran_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۴:۳۱
عقد قرارداد معدن مرمر ولایت کندهار با ارزش 6.2 میلون دالر امریکایی

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملاهدایت الله بدري د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د دره نور سیمې د مرمر ډبرو کان تړون د ترکیې هېواد د امي اوغلو د استخراج، پروسس او سوداګریز شرکت له مرستیال موسی امي اوغلو سره د ۶.۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۳ کیلو مټره مربع په مساحت سره د ۳۰ کلونو لپاره د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، د وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي یوشمېر رئیسانو  او رسنیو په شتون کې د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ نېټې د وزارت د غونډو په تالار کې لاسلیک کړ.
Image 1یاده غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایا تونو په تلاوت سره پیل شوه ورپسې د وزارت سرپرست ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ دیاد کان د تړون په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل: خوښ یم چې نن د یوسترې پروژې چې د کندهار ولایت په دره نور سیمې کې موقعیت لري تړون یې له ترکي شرکت (امي اوغلو) سره لاسلیک کوو. د دې تړون په لاسلیک سره به د هېواد سلګونو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شي او د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې به د سیمې خلکو ته د طبي او تعلیمي برخو سربېره نور ګڼ شمېر ټولنیز خدمات وړاندې شي.
د امي اوغلو شرکت مرستیال هم د دې پروژې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د افغانستان اسلامي امارت، په ځانګړې توګه د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه څخه یې مننه وکړه، زیاته یې کړه: د استخراج او پروسس وروسته به موږ د افغانستان مرمر نړۍ ته معرفي کړو، چې دا د دواړو هېوادونو خلکو او حکومتونو په ګټه ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۴:۱۴
Background image

د بامیانو ولایت د سرب او جستو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملاهدایت الله بدري د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اسپ میدان سیمې د سرب او جستو کان تړون د محمد بلوچ عزیزي د کانونو د استخراج، پروسس او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د کندهار ولایت د مرمر ډبرو تړون د ۶.۲ میلیونو ډالرو په ارزښت لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملاهدایت الله بدري د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د دره نور سیمې د مرمر ډبرو کان تړون د ترکیې هېواد د امي اوغلو د استخراج، پروسس او سوداګریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۸:۲۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت خبرتیا

 نن سه شنبه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې ٢٣ نیټه لس بجې د یاد وزارت د غونډو په تالار کي د کانونو او پټرولیم وزارت او یو ترکي شرکت ترمنځ په لوی مقیاس د قندهار دره نور د مرمرو کان تړون. . .

بېرته خبرونه ته