د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ارغندۍ د مرمر ډبرو پارک څخه لیدنه وکړه

kamran2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۲۳:۱۸
Image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي چې مشري يې د دې وزارت د اقتصادي چارو سلاکار مولوي مطیع الله حقاني کوله، د پلان جوړونې او راپور ورکولو رئیس محمد حارث برومند، د پالیسي د پراختیا رئیس مرتضی واحدي، په داسې حال کې چې د کانونو د ملي کمېټې مشر ښاغلي منصور احمدزي، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د څارنې کمېټې مشر علي جاوید، د مرکزي زون د مرمر ډبرو د استخراج او پروسس اتحادیې مرستیال او د مرکزي زون د مرمر ډبرو د استخراج او پروسس اتحادیې مشر ښاغلي انجنیر عبدالباري وردګ یې ملتیا کوله د صنعتي پارک د پروسس د بېلابېلو کارخونو څخه لیدنه وکړه.

د وزارت ستر اقتصادي سلاکار د کاني سرچینو د ښه مدیریت په اړه خبرې وکړې او د هغوی فعالیتونه یې ارزښتناک وبلل او د چارو د ښه والي لپاره یې اړینې لارښوونې هم وکړې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱/۱ - ۳:۱۴
Background image

د هېواد په دولسو ولایتونو کې د شکایتونو اورېدلو صندوقونه نصب شول

د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د اړوندو ستونزو ته د لا ښه رسېدو په موخه، د بدخشان، تخار، کندز، فاریاب، جوزجان، سرپل، مزار شریف، سمنګان، بغلان، پروان، پنجشیر او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۲۲:۲۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ازبکستان د جیولوجي او کانونو وزارت له سلاکار سره ولیدل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۳ کال د کب میاشتې په ۲۸مه نېټې د ازبکستان د جیولوجي او کانونو وزارت د بهرنیو عملیاتي چارو سلاکار ښاغلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۵۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د قزاقستان هېواد له ډیپلوماتانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ نېټې په خپل کاري دفتر کې د قزاقستان هېواد له ډیپلوماتانو سره وکتل.
د یاد هیواد ډیپلوماتانو د. . .

بېرته خبرونه ته