د هرات ولایت د مالګې کان تړون لاسلیک شو

kamran_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۵:۳۷
عقد قرارداد استخراج معدن نمک ولایت هرات

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د چنګاښ میاشتې په ۱۶مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د اول بلاک تړون، چې ۱۰.۲۴۱۱۴ کیلومټره مربع مساحت لري د(۳۱۵,۵۹۴,۰۰۰) درې سوه پنځلس میلیونه، پنځه سوه څلور نوي زره افغانیو په پانګونې سره، د اسماعیل شیرزاد عزیزي د کان کیندنې او پروسس شرکت سره لاسلیک کړ.
د کانونو او پټرولیم وزیر د یاد کان د تړون د لاسلیک پرمهال وویل: د دې کان تړون د هر ټن په بدل کې د ۱۵۰۰ افغانیو رویالټي په ټاکلو سره د پنځلسو کلونو لپاره لاسلیک کېږي، دغه راز به نوموړی شرکت خپلې ټولې چارې په تړون کې د شویو ژمنو او د کانونو د قانون او کړنلارې سره سم ترسره کوي.
د یادونې وړ ده چې یاد شرکت به د رویالټي د ورکړې تر څنګ، د ټولنیزو خدماتوپه بېلابېلو برخو کې  ۵۰۰۰۰۰۰ افغانۍ لګوي سربېره پردې به په دغه پروژه کې ګڼ شمېر هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۸:۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د څلورو سترو کاني پروژو د امنیت د تأمین په موخه تړونونه لاسلیک کړل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي شیخ عبدالرحمن قانت او د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ مرستیال الحاج مولوي سعیدالله حماس ترمنځ د هېواد د څلورو. . .

بېرته خبرونه ته