د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

kamran_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۴۲
news

د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ د ماوي سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس، د کمېټې غړو، سیمه ییزو مسوولینو، د ولایتي ادارو د بېلابېلو ریاستونو استازو او د هېواد ګڼ شمېر پانګوالو په شتون کې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې یې د پلور داوطلبي ترسره شوه.
په دغه داوطلبۍ کې ۸۵۵۴ کیلوګرامه بېروج، کنزیټ، بلور، ټوپاز او مارګنایټ ډبرې د(۵۲٬۶۲۰٬۰۰۰) دوه پنځوس میلیونه شپږ سوه شل زره افغانیو په قیمت سره و پلورل شوې، چې په کې د اسلامي امارت ونډه (۵٬۲۶۲٬۰۰۰) پنځه میلیونه دوه سوه دوه شپېته زره افغانۍ ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۷:۳۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکمن ‌باشي بندر څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري، ترکمنستان ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دغه هېواد په ترکمن ‌باشي بندر کې د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د هرات برخې لپاره د نللیکو او اړینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۱:۲۳
Background image

مالي او اداري مرستیال له بهرنیو پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي حسام‌الدین صابري د ازبکستان او چین هېوادونو له پانګوالو سره وکتل.
یادو پانګوالو د افغانستان اسلامي امارت له لوري د پانګونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ د ماوي سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس، د کمېټې غړو، سیمه ییزو مسوولینو، د ولایتي ادارو د بېلابېلو. . .

بېرته خبرونه ته