د افچین کمپنۍ له نوي رئیس سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د چهارشنبې په ورځ 3/3/1402 نېټې د جیولوجي سروې، مالي او اداري او تخنیکي مرستیالانو او یو شمېر رئیسانو په حضور کې د افچین کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دې لیدنه کې د ښه راغلاست تر څنګ د قشقري د نفتو پروژې د فعالیتونو او پرمختګونو په اړه بحث او نظرونه سره شریک کړل.
ورپسې د افچین کمپنۍ د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست څخه د مننې تر څنګ د خپلو کاري پلانونو او همدارنګه افغانانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کاري فرصتونو برابرولو او ټولنیزو خدمتونو په اړه خبرې وکړې.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د پروژې د استخراج پر روڼتیا او نورو هغو چارو چې په قرارداد کې شامل دي ټینګار وکړ.