د کانونو او پټرولیم وزارت د سوداګرۍ او پانګونې خونې تر منځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

kamran2_admin
Tue, Jun 03 2025 4:24 PM
news

د کانونو او پټرولیم وزارت او د سوداګرۍ او پانګونې خونې تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د سه شنبې په ورځ، د ۱۴۰۴/۳/۱۳ نیټه لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث مولوي عبدالرحمن قانت، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند، د سوداګرۍ خونې غړو او رسنیو په شتون کې لاسلیک شو.
دا هوکړه لیک د ګډو همکاریو، همغږۍ، د دواړو خواوو تر منځ د اړیکو د پراختیا، په هېواد کې د کانونو په برخه کې د پانګونې فرصتونو، د کانونو په برخه کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب، د سوداګرو تر منځ د اړیکو جوړولو، د نړیوالو شریکانو او بهرنیو پانګوالو سره د اړیکو پیاوړتیا او د کانونو په سکټور کې د پانګونې اړوند معلوماتو ته د لاسرسي زمینه برابرولو په موخه لاسلیک شو.
 په پیل کې ښاغلي مهمند د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې ویې ویل: موږ هڅه کوو چې خپل کارونه په پوره روڼتیا او د قانون مطابق ترسره کړو. همدارنګه یې زیاته کړه، چې کانونه د هېواد ملي سرمایه ده او ساتل یې د ټولو افغانانو دنده ده، په استخراج او پروسس کې یې باید ځانګړې پاملرنه وشي.
ور پسې د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال د هېواد د کاني سرچینو په اړه خبرې وکړې زیاته یې کړه: د کانونو په استخراج او پروسس کې د روڼتیا او صداقت له لارې کولای شو هېواد د اقتصادي پرمختګ لور ته بوځو، د کانونو او پټرولیم وزارت رهبري هڅه کوي، چې ملي او نړیوالو پانګوالو ته د پانګونې لپاره نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
دغه راز پانګوالو د ګمرکي تعرفو، ترانسپورټي لګښتونو، رویالټۍ، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د قیمت ټاکلو کمېټې جوړولو، صادراتو او بانکي تضمینونو د موضوعاتو په اړه خپل وړاندیزونه او ستونزې د پالیسۍ او برنامو له مرستیال سره شریکی کړې، د هغوی د ستونزو د حل په موخه یې د کانونو د قوانینو او کړنلارو له مخې ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.

Latest news

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

Sat, Jul 24 2021 2:37 PM
Background image

Calls of Open Government Participation about collecting the issues which is proposed

by different layers of society and to include them in the National Action Plan -3

The drafting process of the National Action Plan-3 of the Islamic Republic of Afghanistan will begin. . .

BACK TO NEWS