له 3000 څخه تر 100000 متر مکعب طبیعي ګاز لپاره د ورځني داوطلبۍ بیا اعلان
Publish Date
Closing Date
د افغان ګاز تصدۍ ریاست په پام کې لري چې له 3000 څخه تر 100000 متر مکعب طبعي ګاز ورځني خرڅولاو د دریم ځل لپاره د فشرده(CNG) طبعي ګاز وسایلو لپاره داوطلبي ته وسپاري. په شرایطو وړ کسان کولی شي چې له 3000 څخه تر 100000 متره مکعب طبعي ګاز د فشرده (CNG) طبعي ګاز په داوطلبي کې ګډون وکړي، او کولی شي چې د کانونو او پټرولیم وزارت د افغان ګاز تصدۍ ریاست او د هایدرو کاربونونو د تنظیم له عمومي ریاست څخه د داوطلبۍ شرطنامې تر لاسه کړي. او خپل آفرونه د شرطنامې مطابق او د تدارکاتو قانونو او اړوند طرزالعمل مطابق د نشر له اعلان د 14/11/1443 نېټې څخه تر 27/11/1443 نېټې پورې وروسته له غرمې په 4 بجې تر لاسه کولی شي. ناوخته او انلاین آفرونه د منلو وړ ندي.
د آفرګشايي غونډه به له ټاکلې نیټې وروسته د 28/11/1443 نیټې مخکې له غرمې په 10:00 بجو د کانونو او پټرولیم وزارت په مرکز کې تر سره کېږي.
د آفر تضمین کوونکی باید د بانکي ګرانټي او یا هم د (438.000) څلور سوه اته دېرش زره افغانۍ نغدې پیسې له ځان سره په لرلو په داوطلبۍ کې ګډون کولی شي.