د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر په کابل کې د هند سفیر سره وکتل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳ - ۱۴:۲۰
بببب

کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عنایت الله مومند په کابل کې دهندوستان سفیر ښاغلي وینی کومار سره لیدنه ترسره کړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي عنایت‌الله مومند د افغانستان د صنایع استخراجي سکټور د تګلارې او د پروګرامونو په اړه وویل “ دصنایع استخراجي سکټور دمدیریت لپاره د افغان حکومت تګلاره ډيره واضحه ده "مونږ په مختلفو برخو کې تغیرات راوستي ترڅو پدې سکټور کې بهرنۍ پانګه اچونې ته زمینه برابره شي. هغه زیاته کړه چې د تګلارې په اساس مونږ غواړو چې د سکټور د مختلفو منرالونو ظرفیتونه معلومه کړو؛ ترڅو په صنایع استخراجي سکټور کې دچټکې اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره شي.

ښاغلي مومند دهند سره دکانونو او پټرولیم وزارت د هغه اوه تفاهم لیکونو په اړه وویل " مونږ دسکټور په مختلفو برخو کې د هند دولت سره تفاهم لیکونه امضا کړي؛ ترڅو دا سکټور پرمختګ وکړي ددې لپاره چې دتفاهم لیکونو د مواردو تطبیق په سمه توګه شي اړتیا لیدل کیږي ترڅو دواړه لوري خپل کاري ټیمونه مشخصه کړي"

ښاغلي عنایت الله مومند د حاجیګګ کان په اړه وویل مونږ لیواله یو ترڅو هندی کمپنۍ خپل دریځ ددې کان په اړه روښانه کړي.

د ناستې په ترڅ کې ښاغلي وینی کمار د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست نه مننه وکړه او وویل” مونږ به صنایع استخراجي سکټور سره دتفاهم لیکونو په اساس خپلو مرستو ته دوام ورکړو.

هغه زیاته کړه چې مونږ به دظرفیت جوړونې برخه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سره په ګډه کار وکړو؛ او دتفاهم لیکونو تطبیق لپاره به مشترک مکانیزم رامنیځ ته کړو؛ ترڅو چارې په ښه توګه تنظیم شي.

ښاغلي سفیر ډاډ ورکړه چې دحاجیګګ کان په اړه به د هندی شرکت سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

#هندوستان #کانونو_او_پټرولیم_وزارت #MoMP

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته