د امو دریا نفتي حوزې د خامو نفتو داوطلبي ترسره شوه

kamran_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۴۸
نیوز

د امو دریا نفتي حوزې قشقري سیمې د ۱۸۰۰۰ ټنه خامو نفتو داوطلبي د هایدرو کاربنونو د تنظیم عمومي رئیس الحاج ملا محمد اسرائیل مسلم او د کمېټې غړو له لوري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریزکال د لړم میاشتې په ۲۶مه نېټه د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په یاده داوطلبۍ کې د نفتو تصفیه خونو یولسو شرکتونو استازو ګډون کړی و، چې د یادو شرکتونو له جملې څخه د حیرتان ترمینل سروېس شرکت د لوړقیمت مثبت ۱۶ په وړاندې کولو سره د۱۸۰۰۰ ټنه خامو نفتو ګټوونکی اعلان شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته