د بامیانو ولایت د سرب او جستو د پنځو بلاکونو تړونونه لاسلیک شو

kamran_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۵:۳۰
امضاء قرار داد پنج بلاک سرب و جست ولایت بامیان

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د سرب او جستو د پنځو بلاکونو تړون یې د افغان جرمن، الحرمین، ګاما ایګل، کندهار خوګیاڼي او موسی سلطان شرکتونو سره د (۱۷۹۷۰۵۹۵۰۰) افغانیو په ارزښت د (۳.۸۶۳۷۸۶) کیلومټرو په مساحت سره د وزارت د سترسلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي د مقام د دفتر عمومی رئیس الحاج معراج محمد معراج او د قراردادي شرکتونو د استازو په شتون کې لاسلیک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست دیادو شویو کانونو په اړه خبرې وکړې ویې ویل: د پنځو کانونو تړونونه د پنځو کلونو لپاره لاسلیک کېږي که چېرې یې د کانونو د اصولو او کړنلارې مطابق خپلې ژمنې ترسره کړې نو د دویم ځل لپاره به یې بیا هم تړونونه نوي شي.
‌‌د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست زیاته کړه: له شرکتونو سره د هوکړې په اساس پروسس به یې سل فیصده د هېواد دننه ترسره کېږي، که خپلې ژمنې پوره نه کړي تړون لغوه کېږي.
دغه راز یې د ټولنیزو خدمتونو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې ویې ویل: د یادو پروژو په پلي کېدو سره په مستقیم او غیر مستقیم ډول سلګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او په دې کانونو کې د اسلامي امارت ونډه(۵۱) سلنه ده.

Image 1
Image 2
Image 3
Image 4

د یادونې وړ ده چې د سر درګشتک سیمې د سرب او جست بلاک د موسی سلطان کانونو او پروسس شرکت سره د ارزګان ولایت د ۵۰ کیلومټره سړک د جوړولو په بدل کې، د پامی ککرک کاني سیمه د افغان جرمن باختر شرکت سره د کندهار ولایت په ارغستان کې د ۶۰ کیلومټره بای پاس لویې لارې او د برېښنا اوبو بند د جوړولو په بدل کې، او د سرسرخک کاني سیمه د ګاما ایګل کانونو شرکت سره د خواف-هرات د ریل پټلۍ د دوهمې او څلورمې برخې د ۴۷.۳ په اوږدوالي سره او د میدان وردګو ولایت پوهنتون کې د یو معیاري تدریسي روغتون د جوړولو په بدل کې لاسلیک کړل.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال نورستان ولایت ته سفر وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ د پرېکړې او د چارو د لا اغېزمن تنظیم په موخه، د وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو ځانګړي پلاوي نورستان ولایت ته سفر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۴۶
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ او مرمر کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ او مرمر ډبرو د کانونو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره کړه. د دې ارزونې موخه د کانونو د معیاري استخراج او د. . .

بېرته خبرونه ته