د پکتیا ولایت د کانونو ساتنې او څارنې کمېټې غونډه ترسره شوه

sp_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۴:۵۶
س

د پکتیا ولایت د کانونو ساتنې او څارنې کمېټې غونډه د یاد ولایت د کانونو رئیس په مشرۍ چې پکې د کمېټې غړو ګډون کړی و ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د کانونو رئیس د کانونو ساتنې، څارنې او د غیر قانوني استخراج د مخنیوي په اړه خبرې وکړې ویې ویل: زموږ موخه د کانونو د ساتنې، مدیریت او د غیر قانوني استخراج مخنیوی دی، دغه راز یې په یاد ولایت کې د لوړ تناژ ترازو اوکاني موادو دغوره تشخیص لپاره دلابراتوار د جوړېدو په اړه خبرې وکړې.

 په پای کې د کمېټې غړو د یاد ولایت د کانونو ساتنې، څارنې په موخه خپل نظریات، وړاندیزونه او حل لارې شریکې کړې او د لازمو همکاریو ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۳
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم له لوري د کونړولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ ډبرو کانونو هراړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره شوه، چې موخه یې د یادو کانونو معیاري استخراج او روانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۳۲
Background image

د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې  ارزونې ترسره شوی

د وزارت د رهبرۍ پریکړه پر بنسټ، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې ساحو د فعالیتونو او اجراآتو د ارزونې لپاره، د مالي او اداري چارو معین مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر په بلخ ولایت کې د نفتو د سروې سیمې څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د محمدجان ډګر د نفتو د سروې سیمې څخه لیدنه وکړه.
یاده سروې د ازبکستان د ازبېک اورسیز جیولوجیکي کمپنۍ. . .

بېرته خبرونه ته