د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د تخار ولایت د کانونو له رئیس سره ولیدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۱۵:۷
qw

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د تخار ولایت د کانونو له رئیس سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یاد ولایت د پروژو د اهمیت سربېره یې د سرو زرو کانونو زر شويي، ډبرو سکرو، مالګې، د سمتي سرو زرو کان په اړه خبرې وکړې، د تخار ولایت د کانونو کیندنې په برخه کې پر روڼتیا ټینګار وکړ.
ورپسې د تخار ولایت د کانونو رئیس د خپلو کارونو او فعالیتونو راپور وړاندې کړ، خپلې غوښتنې او ستونزې یې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یاد ریاست چارو د چټکتیا او ستونزو هواري په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال نورستان ولایت ته سفر وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ د پرېکړې او د چارو د لا اغېزمن تنظیم په موخه، د وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو ځانګړي پلاوي نورستان ولایت ته سفر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۴۶
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ او مرمر کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ او مرمر ډبرو د کانونو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره کړه. د دې ارزونې موخه د کانونو د معیاري استخراج او د. . .

بېرته خبرونه ته