د کانونو او پټروليم وزارت رهبري غونډه تر سره شوه

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۸:۴
ss

د کانونو او پټروليم وزارت رهبري غونډه د سرپرست وزير شيخ الحديث شهاب الدين دلاور په مشرۍ د11/8/1402 نېټې د مرستيالانو او رئيسانو په ګډون تر سره شوه. 
په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یاد وزارت  د رهبري غونډو ترسره کېدو دښه والي او اهمیت په اړه خبرې وکړې.
ور پسې د وزارت د رهبري هئیت د تېرو پرېکړو د تطبیق راپور واو راوه او همدارنګه د مقام د دفتر ریاست د رئیس مولوي شکرالله شاکر له لوري د ځينو ریاستونو او قراردادي شرکتونو ستونزې، غوښتنې او کاري راپور واورول شو.
د غونډې په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ریاستونو او قراردادي شرکتونو د کار دښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۲
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۳
Background image

د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او اجراییه مدیرانو لپاره روزنیز پروګرام د کارکوونکو چارو ریاست د روزنیزو پروګرامونو د آمریت په نوښت او د ملکي خدمتونو د انسټیټوټ په. . .

بېرته خبرونه ته