خبرتیا
![c](/sites/default/files/2023-07/logo.png)
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د ډبرو سکرو نړیوالو نرخونو ته په کتو، د پانګوالو لپاره د لازیاتو اسانتیاو رامنځته کولو او د هېواد قدرمنو سوداګرو ته د لا ډېرې ګټې رسولو په موخه د کانونو او پټرولیم وزارت په وړاندیز او د اسلامي امارت د رهبري د حکم په اساس د یو ټن ډبرو سکرو د رویالټي تعرفه چې مخکې (2500) افغانۍ وه اوس (2200) افغانیو ته را ټېټه شوې او همدارنګه ګمرکي محصول چې مخکې (45) ډالره و اوس (30) ډالرو ته را ښکته شوې ده.
دغه پرېکړه له 29/5/1402 نېټې څخه وروسته د پلي کېدو وړ ده.
د یادونې وړ ده چې د ډبرو سکرو نړیوالو قیمتونو ته په کتو سره یاد قیمتونه د بدلون وړ دي.