د افچین کمپنۍ له نوي رئیس سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۱۵:۸
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د چهارشنبې په ورځ 3/3/1402 نېټې د جیولوجي سروې، مالي او اداري او تخنیکي مرستیالانو او یو شمېر رئیسانو په حضور کې د افچین کمپنۍ له رئیس  او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل. 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دې لیدنه کې د ښه راغلاست تر څنګ د قشقري د نفتو پروژې د فعالیتونو او پرمختګونو په اړه بحث او نظرونه سره شریک کړل.
ورپسې د افچین کمپنۍ د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست څخه د مننې تر څنګ د خپلو کاري پلانونو او همدارنګه افغانانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کاري فرصتونو  برابرولو  او ټولنیزو خدمتونو په اړه خبرې وکړې. 
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د پروژې د استخراج پر روڼتیا او نورو هغو چارو چې په قرارداد کې شامل دي ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۸:۵۰
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۷:۲۶
Background image

د ډایکنډي ولایت د مرمر ډبرو تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ډایکنډي ولایت د مش علیا د مرمر ډبرو تړون، چې ۱۶،۷۴ کیلومټره مربع مساحت لري د ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د میزان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

بېرته خبرونه ته