د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د میدان وردګ ولایت د کانونو له ریاست څخه لیدنه وکړه

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۱۰:۳۹
qq

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د 9/10/1444 نېټې له خپل مل پلاوي د پلان اوپالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي او د جیولوجي سروې مرستیال انجنیر نورالله ستانکزي سره یوځای د میدان وردګ ولایت د کانونو له ریاست څخه لیدنه وکړه. 
په پېل کې د میدان وردګ ولایت د کانونو رئیس مولوي نعمت الله شاهد د کانونو او پټرولیم وزارت ښاغلي وزیر صاحب او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل. او زیاته یې کړه، چې د یاد ولایت د کانونو ریاست تېر کال له 28 مختلفو شرکتونو سره تړونونه درلودل چې د 60 میلیونه افغانیو په شاوخوا کې عواید راټول کړي وو. چې له همدې لارې زیاتو هیوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
ورپسې ښاغلي شیخ الحدیث صاحب د یاد ولایت د کانونو رئیس او کار کوونکو ته وویل: چې د میدان وردګ ولایت د طبعي زېرمو له پلوه یو بډایه ولایت ده. زموږ او ستاسې مسؤولیت ده چې د دغو زېرمو څخه په سمه توګه ساتنه او خپل سري استخراج مخنیوی وکړو. تر څو د هیواد اقتصاد مو نور هم پیاوړی شي. او همدارنګه یې د یاد ولایت د کانونو ریاست د کار کوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د هر ډول همکاریو ژمنه یې ورسره کړه.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او ورسره مل پلاوي د میدان وردګ ولایت د کانونو رئیس په ملیتا د سید آباد ولسوالۍ د سالارو دیوسف خېلو د نفرایت کان څخه لیدنه وکړه او د یاد کان قراردادي شرکت ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته