د ننګرهار او میدان وردګو ولایتونو د نفرایټ ډبرو کانونو داوطلبي تر سره شوه:

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۱۳:۳۹
dd

د کانونو او پټرولیم وزارت د ننګرهار او میدان وردګو ولایتونو د نفرایټ ډبرو کانونو داوطلبي دسه شنبی په ورځ 6/10/1401 نېټې د یاد وزارت د غونډ‌و په تالار کې د رسنیو پروړاندې په شفافه توګه تر سره کړه.
د ننګرهار ولایت د ګردي ناوې، ګران ناوسر، ګرو خردند، غني تنګي اکو تنګي  او د میدان وردګو ولایت د بادام سیمې چې مخکې اعلان ته ورکړې وې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور، معینانو، موظف هیئت او هغو شرکتونو په شتون کې چې د پروپوزلونو په ارزونه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو په شفافه توګه  یې داوطلبي تر سره کړه. 
په دغه داوطلبۍ کې:
1.    د ننګرهار ولایت د ګردي ناو سیمې نفرایټ ګټونکی د احمد سبحان شرکت د رویالټي قیمت سره في ټن (550000) افغانۍ.
2.    د ننګرهار ولایت د ګران ناو سر سیمې نفرایټ ګټونکی د عطايي مومند شرکت د رویالټي قیمت سره في ټن (2000000) افغانۍ
3.    د ننګرهار ولایت د خردند سیمي نفرایټ ګټونکی د جاوید رضوان شرکت د رویالټي قیمت سره في ټن (390000) افغانۍ
4.    ننګرهار ولایت غني تنګی اکو تنګي سیمې نفرایټ ګټونکی د رونا شرکت د رویالټي قیمت سره في ټن  (2000000) افغانۍ
5.    د میدان وردګو ولایت فادام سیمې نفرایټ ګټونکی د احمد سبحان شرکت د رویالټي قیمت سره في ټن (400000) افغانۍ.
ګټونکي اعلان کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۷:۴۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ کال د مرغومې میاشتې په ۶مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علي رضا بیکدلي سره وکتل.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۸:۵۰
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۷:۲۶
Background image

د ډایکنډي ولایت د مرمر ډبرو تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ډایکنډي ولایت د مش علیا د مرمر ډبرو تړون، چې ۱۶،۷۴ کیلومټره مربع مساحت لري د ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د میزان. . .

بېرته خبرونه ته