الحاج مولوي محمد عيسی اخند د ټاپي پروژې په تړاو د ترکمنستان له استازو سره وکتل

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۹ - ۱۲:۵۰
ccc

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال الحاج مولوي محمد عیسي اخند نن 9/11/1400 نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان هیواد له استازو ښاغلي عاشیر قربان نیازوف، دولت نیازوبردی اوف او جیحون بزګانوف پیروامون سره د ټاپي پروژې د کار د پېل په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د ترکمنستان استازو د ټاپي پروژې په اړه کافي معلومات وړاندې کړل او وویل، چې د افغانستان له لارې د ګازو د نل لیکې د غځولو کار باید ژر تر ژره پیل شي او افغان حکومت باید د دغې پروژې د تطبیق لپاره جدي اقدام وکړي.

ښاغلي عاشير قربان نیازوف وویل که دا پروژه عملي شي افغانستان به تر شپږ میلیارد ډالرو زیات ټرانزیټي عواید ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه، موږ به د نړیوال بانک او د آسیا پراختیايي بانک د پاملرنې او همکارۍ د جلبولو په موخه په هرات کې د پروژې لومړی فاز فعال کړو او د کار له پیل مخکې یې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د تفاهم لیک د لاسلیکولو غوښتنه وکړه.

د وزارت تخنیکي مرستیال الحاج محمد عیسی آخند د پروژې په پیل کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او د تخنیکي او اداري ستونزو د حل لپاره یې د یوه ګډ کمیسیون د جوړولو او د تفاهم لیک د لاسلیک غوښتنه وکړه.

هغه په یاده غونډه کې وويل: ما ٢٢ کاله وړاندې د ټاپي پروژې د پيل لپاره ترکمنستان ته سفر کړی و او تر اوسه مې په دې  8 مياشتو کې د ټاپي پروژې د پيل لپاره له 6 څخه زياتې لیدنې کړې دي. او هغه ستونزې او خنډونه چې د ټاپي پروژې په لاره کې پراته دي د حل لپاره به یې عملي ګامونه پورته کړو.

نوموړي دا هم وویل چې تېر حکومت کوم تړون کړی موږ ته د منلو وړ دی او ملاتړ یې نه کوو. تخنیکي مرستیال د ترکمنستان استازو ته وړاندیز وکړ چې د ټاپي پروژې لپاره دې له هغو متخصصینو، کارګران او ماشینونو څخه چې په افغانستان کې موجود دی ترې استفاده وشي، هغه زیاته کړه چې د پروژې لپاره هر ډول اړین تجهیزاتو ته ضرورت وي باید په افغانستان کې وپېرل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه


د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ماوې سیمې کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو سیمه یزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د کونړ ولایت نفرایټ ډبرو داوطلبي ترسره شوه

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د کوزچنچن سیمې د (۵.۴۹) ټنه نفرایټ ډبرو د پلور داوطلبي د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس ملا عبدالرحمن رحماني، ټاکلي هئیت او داوطلبو شرکتونو په. . .

بېرته خبرونه ته