کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري هيئت غونډه تر سره شوه
![بب](/sites/default/files/2022-06/whatsapp_image_2022-06-16_at_11.59.29_am.jpeg)
د رهبري هيئت غونډه د کانونو او پټروليم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د ياد وزارت د غونډو په تالار کې د کاري چارو د چټکتیا په موخه جوړه شوې وه.
غونډه د قرانکريم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د وزارت سرپرست د اجنډا مطابق د کارونو د لا ښه والي په موخه د تدارکاتو ریئس له لوري تدارکاتي ستونزې واورېدلې او د وزارت د مشرتابه له لوري ورته لازمې لارښونې وشوې.
او همدارنګه د مالي او حسابي ريئس له لوري د جيولوجي سروې د ساحوي ټيمونو د لګښتونو د ورکړې په برخه کې دستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او پرې بحث وشو.
د رهبري هیئت غونډه د پوښتنو په اوریدو او وړاندیزونو په وړاندې کولو سره پای ته ورسیده.