سرپل ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال سفر

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۱۳:۴۱
۸۹

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال انجنیر وحیدالله حلیمي د یکشنبې په ورځ د 6/1/1402 نیټې د هایدرو کاربنونو د سرچینو له رئیس ښاغلي انجنیر قیس بلال سره د اقتصادي کمیسیون د 3 شمېرې پریکړه لیک دوهم تحقق لپاره د څارنې کمیټې د جوړولو په موخه سرپل ولایت ته سفر وکړ. له والي، امنیه قومندان، د استخباراتو رئیس، د کانونو رئیس او اړوندو رئیسانو سره یې وکتل او دغه کميټه د همدې ولایت د کانونو رئيس په مشرۍ جوړه شوه.

نوموړي دغه راز د قشقري او انګوت د نفتو له کانونو څخه هم لیدنه او ارزونه وکړه او د چارو د ښه ترسره کولو لپاره يې اړوندو مسوولینوته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته