د کټواز د رسوبي حوزې (د نفت او ګازو احتمالي حوزه) سروې، له ۴۰ کلن انتظار وروسته د حکومت په بودیجه ترسره کیږي

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۸:۴۶
ggf

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د تدارکاتو کمیسیون غونډې، د کټواز د رسوبي حوزې (د نفت او ګازو احتمالي حوزه) د سروې پروژه، تایید کړه.

د ۴۰ زره کیلومتر مربع په مساحت هوایي، مقناطیسي او جاذبوي سروې د کټواز په رسوبي حوزه (د نفت او ګازو احتمالي حوزه) کې اجراء کیږي چې د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونه پکې شامل دي.

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري وویل: دا سروې د کټواز په رسوبي حوزه کې ملي او بین المللي پانګونې ته زمینه مساعدوي او د سیمې خلکو ته به د کار فرصتونه برابر کړي. د کټواز د رسوبي حوزې د سروې منظوري یوه لویه لاسته راوړنه ده چې د هېواد په اقتصادي وده کې خورا موثر رول لوبولی شي. همداراز، د ملي تدارکاتو ادارې له نوې رهبرۍ څخه د کټواز حوزې د تدارکاتي پروسې د تکمیلولو له امله چې پخوا ځنډېدلې وه، مننه کوم.

د یادونې وړ ده چې، د کانونو او پټرولیم وزارت به سږ کال د هرات د نفتي او ګازو حوزې (هرات او بادغیس ولایتونه) او د هلمند د نفت او ګازو احتمالي رسوبي حوزې (هلمند، کندهار او نیمروز ولایتونه) د سروې تدارکاتي چارې هم پیل کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۸:۸
Background image

د قیمتي‌ او نیمه قمیتي‌ ډبرو د طرزالعمل د تطبیق د هماهنګۍ له پاره غونډه وشوه

د قیمتي‌او نیمه قیمتي‌ ډبرو طرز العمل چې د اقتصادي عالي شورا له خوا تصویب شوی  او تر تطبیق لاندې و، د لا ښه  اغیزناکه تطبیق له پاره یې نن د کانونو او پټرولیم وزارت کې د هماهنګي غونډه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۲:۵۹
Background image

افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت (AEITI) اووم راپور خپور کړ

د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت  (AEITI جون میاشتې په ۱۹ مه کال ۲۰۲۱ میلادي چې د ۱۴۰۰ ه ل د غبرګولي له ۲۹ مې نیټې سره سمون لري، اووم راپور خپور کړ. د یادونۍ وړ دې چې د AE. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۶:۸
Background image

د افغانستان او چک جمهوریت چارواکو د دواړو هیوادونو  ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په اړه ناسته ترسره کړه

په دغه ناسته کې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد فیضي غوریاني، د پانګونې اسانتیا واحد عمومي رییس عطاالله نصیب، د ملي تداروکاتو. . .

بېرته خبرونه ته