د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په پنجشېر ولایت کې په جوړې شوې غونډه کې ګډون وکړ

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۱۲:۳۷
dd

یاده غونډه له خلکو سره د مخامخ دوه اړخیزو خبرو د نظام او خلکو ترمنځه د بېلابېلو موخو لکه علمي، فرهنګي، اقتصادي، اجتماعي او سیاسي د علماوو په ګډون، کارشناسان، متخصصین، مسئولینو او لوړ پوړو حکومتي چارواکو او همدارنګه د سیرت النبي او تاریخ اسلام سیالۍ د جایزو د ورکړې په موخه د اطلاعاتو کلتور وزارت له خوا د 3/8/1402 نېټې د پنجشېر ولایت د لوبو په میدان کې ترسره شوه، چې په دغې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور هم ګډون کړی و په خپلو خبرو کې داسې وویل:

الحمدالله نن ورځ د پنجشېر ولایت غیور او با شهامته ولس او لوړپوړو چارواکو او دیاد ولایت رهبري غړو سره یو ځای را ټول شوي یو.

په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د سیرت النبي په اړه عالمانه وینا وکړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له رهبري څخه یې د داسې تشویقي برنامو جوړولو په موخه مننه وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې وویل: د اسلامي نظام په را تګ سره یو فرقه، ډله او خوا نشته پکې بلکه یو رښتنۍ اسلامي نظام دی، مخکې په دې ملت باندې د تېري کوونکوله خوا فکري اشغال زموږ په ځوانانو باندې باند حاکم و، چې د افغانستان ملت یې په مقابله کې په زرګونو شهیدان او قربانۍ ورکړې، یواځنۍ موخه یې د اسلامي نظام راتګ و، چې الحمدالله نن ورځ د اسلامي نظام په راتګ سره عدالت، مهرباني، ترحم، ورورولي، په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت او ملي حاکمیت حاکم دی چې دا ټول د اسلامي نظام برکت دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: د اسلامي نظام په راتګ سره د دوه کالو په موده کې مو غیر قانوني کان کيندنې او قاچاق مخنیوی کړی دی، مخکې د افغانستان کانونو لوټل کېدل، په اوس وخت کې مو د هېواد په 34 ولایتونو د کانونو د پروسس، پراختیا او استخراج په برخه کې روڼتیا رامنځته کړې ده، د خپل سري مخنیوی مو کړی، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: د پنجشېرپه ښکلي ولایت کې له زرو څخه زیات د زمردو کانونو شته دي، چې 380 کسانو ته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري اجازه ورکړل شوې ده او پاتې نور 620 کانونه له داوطلبۍ پرته د امیرالمومنین په حکم سره به په قرارداد ورکړل شي، په اوس وخت کې د یاد ولایت 8000 ځوانان په مستقیم او غیر مستقیم ډول د زمردو کانونو د استخراج په برخه کې په کار بوخت دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته