د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ګلبهار ګروپ شرکت له رئیس سره ولیدل
![dd](/sites/default/files/2023-09/whatsapp_image_2023-09-12_at_1.16.08_pm.jpeg)
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سه شنبې په ورځ د 21/6/1402 نېټې د ګلبهار ګروپ شرکت له رئیس ښاغلی ګلبهار حبیبي سره چې د هرات ولایت د سیمنټو د پروژې د شرایطو وړ شرکت دی په خپل کاري دفترکې ورسره ولیدل.
او د هرات ولایت د سیمنټو پروژې د را تلونکو پلانونو په عملي کولو باندې بحث او نظرونه شریک کړل.